IQNA

 مالیزیا په قرآنی ټولنې جوړولو باندې متعهد

12:56 - April 12, 2018
د خبر لمبر: 3481163
نړیواله ډله: د مالیزیا لومړي وزیر مرستیال دغه هیواد په یو قرآنی ټولنه جوړولو باندې تاکید وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، احمد زاهد حمیدی وویل: د حکومت سیاست او پروګرام د یو قرآنی ټولنې پیاوړتیا ده او د قرآن کریم حفظ، قرائت او همدارنګه نور پروګرامونه په بېلابېلو کچو ترسره کول دی.
حمیدی تاکید وکړو: د مالیزیا حکومت د سیاستونو جوړولو او هغه د یو قرآنی ټولنې جوړولو لپاره پیاده کولو لپاره ډېرې هڅې کوي او دارنګه نه ده چې دا یواځې تر وینا پاتې شي.
د مالیزیا دې چارواکې چې په اجایا اسلامی مجتمع کښې د قرآن کریم حفظ او قرائت تر پایی رسېدو مراسمو ته تقریر کولو وویل: مونږ د اسلامی زدکړو زیات مرکزونه لکه د قرآن کریم حفظ موسسه لرو چې دغه زمونږ د ټولنې جوړولو لپاره د هڅو نښې دی چې مونږ قرآن او حدیث سره مینه لرو او د هغې پوهه لرو.
هغه وویل: په دې هیواد کښې د قرآن کریم خپرولو په اړه کوم اقدامات ترسره شوي، یو ډیجیټل قرآن کریم تیارول دی چې د عربی متن او ژباړه لرونکې قرآن کریم دي.
حمیدي څرګنده کړه: په نننۍ پرمختګه نړۍ کښې باید قرآن نه یواځې د کتاب په شکل کښې بلکې د ډیجیټل صورت هم لرل ضروري ده. که چرې قرآن کریم په ډیجیټل بڼه خپور شي منښت نه لري. خو ولی نه باید د هغې تفسیري معنا کښې غلطې وشي، نو هم له دې وجهې مونږ د قرآن کریم په ډیجیټل نسخې کښې ژباړه او تفسیر هم ورکړي.
په دې غونډه کښې احمد زاهد حمیدی د قرآن کریم سمارټ ایپ چې د اړیکو کمیسون او هیواد وزارت له اړه جوړول شوي پرانیستا هم وکړه.
په مالیزیا کښې سمارټ قرآن لومړي ډیجیټل اجازه لرونکې قرآن دی او هدف یی په الکترونیکي توګه د مختلفو کتابونو پراختیا سره مقابله ده چې د هغې اعتبار د نیصلاح چارواکو له اړخه تایید شوي نه دي.
د سمارټ قرآن له ځانګړتیاوې نه یوه دا ده چې د متن رسم الخط یی د وزارت خانه له اړخه تایید شوي او د انګلیسې او مالایی ژباړه یی هم د مالیزیا اسلامی فعالیتونو باندې څارونکې ادارې(جکیم) له اړخه تایید شوي دی. همدارنګه د نړۍ د مشهورو قاریانو اوازونه له د شیخ عبدالله بصفر،شیخ علی حذیفی، شیخ ابراهیم الاخضر او شیخ محمد ایوب هم په دې کښې اضافه شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3703498
captcha